غزنيوال: دولت خپلی ژمنې نه دي پلي کړي

comments 0

هندوکش – غزني: له هغه وروسته چې دولت د غزني اوسیدونکو ښه امنیت او ثبات لپاره ډاد ورکړ اوس اوسیدونکي د دولت له ژمنو سر تکوي.
ځایي اوسېدونکي وایي د امنیت ټینګښت په برخه کې شوې ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.
د غزني ولایت اوسېدونکي وایي، سره له دې، چې ښار خوندي دی، خو د ښار په څنډو کې لاهم امنیتي ګواښونه پرځای دی او په څیرمه سیمو کې وسله وال فعالیت لري.
پر غزنی ښار د وسله والو طالبانو له برید وروسته، د دې ولایت ډیری ادارې تخریب او یاهم وسوځول شوې او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه واوښتل.
د غزني والي بیا وایي، د دې ولایت د بیا رغاونې او امنیت د ټینګښت لپاره یو پلان چمتو شوی چې دعملي کېدو په حال کې دی.
د غزني ولایت اوسېدونکي بیا وايي، چې ولسمشر په تېر ځل سفر کې هم ددغه ښار اوسېدونکو سره ژمنې وکړې، خو عملي یې نه کړې له همدې امله یې نویو ژمنو ته هم هیله من نه دي.
شاه رسول غزنوي

Comments