غزني؛ طالبانو له چا زار کړ؟ شرف افغان

comments 0

وسله وال طالبان او رهبري یې په دې باوري دي چې په افغانستان کې ورته د سیمو نیول اسانه نه دي او که د کومې سیمي او یا ښار په نیولو بریالي هم شي، دوه درې ورځې یې نه شي ساتلی.

طالبان د سرونو په بدل کې د ښارونو مرکزونه نیسي او له یوې اوونۍ زیات وخت پکې نه شي تیرولی، خو دا چې د ښارونو نیول د طالبانو مجبوریت دی، نو ځکه د مرګ په بیه دا کار کوي.

طالبان د ولایتونو د مرکزونو په نیولو سره لوی هدف دا لري چې په دې سره د تمویل کوونکو هېوادونو څخه پيسې او تجهیزات ترلاسه کړي، که طالبان دا کار و نه کړي، هیڅ هېواد ورته د مرستې لاس نه ورکوي.

له کندز او فراه وروسته د غزني په مرکز د طالبانو برید پرته له ویجاړیو بل څه نه دي درلودلي، طالبانو یواځې په دې ښارونو کې مهمې ادارې او ټولګي ځایونه سوځولي او ملي شتمنۍ یې چور کړي دي، خو د دې په بدل کې یې د سلګونه ځوانانو سرونه نذرانه کړي دي.

په ښارونو د طالبانو بریدونه کوم اسانه کار نه دی، نه د طالب لپاره د مرکز نیول اسانه کار دی او نه یې ورته ساتل اسانه دي، خو دا چې په دې سره طالبان خپلو ملاتړو هېوادونو ته قوت ښيي، دا کار د پردیو په اولادونو کوي چې د اسلام او جهاد په نوم یې استخدام کړي دي.

د غزني تاریخي ښار څخه طالبانو د سوريي د حلب ښار جوړ کړی دی، په څلور ورځنۍ جګړه کې یې چې هر ځای ته سپیره قدم رسیدلی، هغه ځایونه یې سوځولي او له منځه یې وړي دي.

د طالبانو رهبران چې په قطر، دوبی، تهران، مسکو او اسلام اباد کې ناست دي، یواځې د خپلو لیونیو جنګیالیو ننداره کوي او له هرې جګړې وروسته د دوی وزن په هېوادونو کې زیاتیږي چې په لوړه بیه یې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره واخلي.

افغانان په تمه و چې نور به طالب له جګړې لاس واخلي او اوربند له خاطرو به یو څه زده کړي او دایمي سولې ته به لاړ شي، خو طالبانو یو ځل بیا د ځان پروړاندې د ولسونو کرکه دومره ډیره کړه چې له طالب سره د سولې هره خبره به ورته ډرامه ښکاري.

طالب ځکه په ښارونو کې په جګړه بریالي کیږي چې د خلکو کورونه د سنګر په توګه کاروي او هیڅ ډول رحم پر خلکو او عامه ځایونو باندې نه کوي، طالب هدف دا دی چې په رسنیو کې یې غږ لاړ شي، چې ښار یې سقوط کړ، نور که هر څوک ووژل شي او هر څه وران شي، طالب ته یې زیان نه رسیږي او نه یې کیسه کې دی.

دا دی د جګړې په پنځمه ورځ غزني بیرته د افغان ځواکونو په کنټرول کې راغی او طالب بیا د ښار څنډو او ولسوالیو ته له بهرنیو جنګالیو سره ستانه شول، خو په غزني ښار کې یې داسې ویجاړۍ وکړې چې تاریخ به یې هیر نه کړي او د طالب په اړه به تورې کرښې ډکې کړي.

د غزني ښار به بیا اباد شي، خلک به بیا کورنو ته ستانه شي، طالب په دې ښار سپیره قدم کيښود او خپل قوت یې وښود چې افغان دښمنه هېوادونه یې په لوړه بیه واخلي او د رهبرانو کار یې جوړ شي، خو سلګونه او زرګونه کورنۍ یې کاروبار وویستلې، کونډې او یتیمان یې دواړو غاړو ته پريښودل، د دې جګړې ګټه یواځې د طالبانو رهبرانو او بهرنیو هېوادونو ته ځي او بس.

د غزني تاریخي ښار به بیا روښانه شي، بیا به رنګین شي، بیا به پکې خلک عادي ژوند ته راوګرځي، خو طالب به بیا د دې ښار رنګیني نه شي زغملی او بیا به د پردیو د ګټو لپاره یو بل تاریخي ځای ړنګوي او یو بل وطن پرسته به له مخې لیرې کوي.

د طالبانو له جګړې او فعالیتونو سره خلک هیڅ کله له طالب دا تمه نه لري چې ګنې په چا به رحم وکړي او یا به ترې عامه او نور دولتي تاسیسات په امن کې پاتې شي، طالب پیدا د دې لپاره دی او د همدې لپاره تمویل کیږي چې خلک ووژنه او ویجاړی پریږده.

Comments