غریب ولس او فرعون طالب

comments 0

0 Views

لیکوال : نوید احمد څرک
نن سبا که د هر افغان حالت وپوښتې، له غریبۍ او ناوړه اقتصادي حالت څخه به شکایت کوي، په ځانګړي توګه هغه خلک چې په کلیو کې اوسي او له مالدارۍ او دهقانۍ پرته بل کار نه لري، په عامه اصطلاح خوله بیخي په خاورو موښي، خو په همداسې یو وضعېت کې بیا هم فرعون خویه طالب ډله راپاڅېږي او د همدې ولس وینې زبېښي. په زور عشر ترې اخلي، په کور کې یې ډوډۍ خوري او په مختلفو نومونه پیسې او نور شیان ترې اخلي.
ډېر کله داسې هم پېښ شوي دي چې نیمه شپه د یوه کور دروازه ټکېدلې، له لسو نیولې تر پنځوسو طالبان یوه کور ته دننه شوي او له هغوی یې غوښتي چې ډوډۍ دې ورته راوړي، دا چې په هغو کورونو په داسې وخت کې څه تېرېږي، دا یو الله ته پته ده، ځکه په هغه کور کې چې خپله دومره څه نه وي چې د کورنۍ غړي یې په مړه خېټه وخوري، نو لسو یا پنځوسو کسانو ته به څنګه ډوډۍ ورکړي؟
په کومو سیمو کې چې خلکو طالبانو ته له ډوډۍ ورکولو انکار کړی، ګواښلي یې دي، د جاسوس ټاپه یې پرې لګولې او حتی وژلي یې دي. هغه کسان چې تر نورو یې اقتصادي حالت ښه دی او په کلیو کې دوکان، موټر یا د کاروبار بله زمینه لري، طالبان یې مجبوروي چې دوی ته د موټر سایکېل تېل، د موبایل کارتونه او نور شیان واخلي. د دوی دغه کړنه په داسې ډ‌ول کوي، ته وا په مقابل شخص یې حق دی چې باید حتمي او لازمي یې ده ته ورکړي.
د طالبانو کړنې ثابتوي چې طالبېزم د لنډغرېزم د سیکې دویم مخ دی، ځکه هر څه حتی د افغانانو د خولې مړۍ د ټوپک په زور ترې اخلي، خو همدا ډله بیا ادعا کوي چې د افغانستان او افغانانو خیر غواړي. دوی چې اوس له خلکو د هغوی د خولې مړۍ اخلي، که خدای مه کړه تر دې یې ځواک لږ نور ډېر شي، د خلکو له ګېډۍ خو به ډوډۍ راوباسي.
دا د ولس او حکومت مسؤلیت دی چې په ګډه افغانستان له دغې پردي پالې او د اسلام تر چتر لاندې د اسلام دښمنې ډلې له یرغمل څخه خلاص کړي، ځکه هېڅوک نه غواړي چې د خپلو خولو په بدل ګټل شوې روزي لنډغر طالب ته ورکړي.

لیکنې د لیکوالانو خپل نظر دی هندوکش يي هيڅ ډول مسوليت نه اخلي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply