عمر ځواک: د ملي امنیت مرستیال سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي  امنیت مرستیال د سختو ټپونو له امله چې دوه ورځې مخکې یې لیدلي وو ساه ورکړې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې اصف خان د بزګر د ورځې د جشن پر مهال په چاودنه کې سخت ټپي شوی و چې د ژورو ټپونو له امله‌يې د دوشنبې په سهار ساه ورکړه.

د هلمند د والي ویاند وايي د پاتي ۴۵ ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او بیا به داسې پيښه رامنځ ته نشي خو د هلمند ولایت د ایمرجنسي روغتون کې سرچینې وايي ددې ژوبلو کسانو  له جملې څخه يې د ډیری کسانو حالت ډېر نازک دی چې له دې جملې څخه  په هملند کې د ځوانانو امر غلام غوث داوري هم یادولای شو.

سرچينې وويل، که هغه کسان چې روغتيايي حالت‌يې ښه نه‌دی، بل ځای انتقال نه‌شي، امکان لري چې نور هم تلف شي.

په هلمند ولایت د وروستۍ پیښي په ترڅ کې  چې د مرکز لښکرګاه په کرزي سټوډيوم کې د بزګر د ورځې په جشن کې د دوو ماينونو په چاودنو له امله رامنځ ته شوه په کې ۴ تنه وژل شوي او ٣۱ نور ټپيان شوي چې په وژل شويو کې د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت هم شامل وو.

هغه مهال په ټپيانو کې د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د سرحدي لوا قوماندان ظاهرګل مقبل، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حميدالله وياړ، د کرنې رئیس زلمی الکو، دده مرستیال رفیع الله قلم او يو شمېر دولتي مامورين هم شامل وو.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments