عمرداوودزي مشورتي جرګې کې د طالب استازو له ګدونه خبر ورکړ

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدا کمېسیون رئیس عمر دوادزی وايي چې د طالبانو یو شمېر کسانو په‌دغه جرګه کې ګډون کړی وو.
عمر داودزي د لويې جرګې له ختمېدو څو شېبې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه چې۳۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و، په هغه کې د طالبان د ډلې غړي هم و.
نوموړي وویل:”د طالبانو استازي وو، دا چې په څه ډول وو؟ له کوم ځایه وو؟ په کومه کچه وو؟ دا به وروسته معلوم شي، په‌دغه جرګه کې استازي وو او دا نه وایم چې دوی د طالبانو رسمي شوراګانو او استازو په اجاز راغلي وو، خو د دوی د لیکو غړي وو.”
عمر دوادزي زیاته کړه چې په لویه جرګه کې ګډون کوونکي طالبان د کوټې او قطر شوراګانو استازي نه وو، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د دوی استازو ګډون نه‌و کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments