عمران خان په هندوستان کې شته ستونزو په اړه اندیښنه ښودلې

comments 0

هندوکش – پاکستان: په هند کې وروستي کړکېچن وضعیت ته غبرګون کې ویلي، دی خپلو خلکو (پاکستانیانو) ته ګواښ کوي چې که چېرته په دغه هېواد کې د مېشتو لږکیو مقدسو ځایونو باندې برید وکړي او یا یې هم حقونو باندې تېری وکړي نو د پاکستاني حکومت له سخت غبرګون سره به مخ شي، ځکه د ده په خبره په پاکستان کې مېشت اقلیتونه له یو ډول حقونو څخه برخمن دي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دغه هېواد کې د پښتنو د حقه حقونو د تحقق لپاره د جوړ شوي غورځنګ پي ټي ایم مشر منظور پښتین پرون د دغه هېواد له یوه زندانه خوشې شوی دی.
هغه ویلي چې پاکستان په لکونو پښتانه وژلي او دی به یې په زندانونو او محدودیتونو له پوښتنې راونه ګرځوي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې زندان کې یې وخت څه ډول وو، وویل؛ د پښتنو سیمو کې د ژوند کولو په پرتله بند کې وخت تېرول ځکه اسانه وو چې د ماینونو او پر دېوال د پاکستاني ځواکونو او ترهګرو د وراوښتو وېره یې نه لرله.
فروزان سیرت

Comments