عمران خان هند ته د ورته اقدام ګواښ وکړ

comments 0

هندوکش – پاکستان: ډان نیوز ویب پاڼه لیکي چې، عمران خان ویلي، که هند کولی شي د دوی پر خاوره تیری وکړي نو دوی هم د ورته عمل حق لري. هغه چې نن یې خپل ملت ته وینا کوله وویل، دوی تیری نه بلکې یوازې یې پر هغه برید غبرګون ښودلی چې هند ددوی په خاوره کې کړی وو.

عمران خان زیاته کړې، دا اړینه وه چې د خپل ځان دفاع لپاره یې غبرګون ښودلی وای او که هند بیا هم د سیمه ییز امنیت ګډوډولو هڅه وکړي دوی به یې پر وړاندې ورته عمل وکړي.

هغه زیاته کړې، دوی هند ته له سوله ییزو لارو د مسالې د حل کولو وړاندیز کړی وو خو هغوی پرې عمل ونه کړ او پر پاکستاني خاوره یې تیری وکړ نو دوی هم ددې حق درلود چې له خپله ځانه د دفاع په موخه ورته عمل وکړي.

دادان وزیري

Comments