عمران خان: طالبان باید د افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي

comments 0

هندوکش ــ سویس: د پاکستان صدراعظم وايي اسلام‌اباد او واشنګټن غواړي چې د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې وشي.
عمران خان دا څرګندونې پرون د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په کتنه کې وکړې.
دواړو مشرانو د سويس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم د ۵۰مې کلنۍ غونډې په څنډه کې سره وکتل او په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او مذاکرو موضوع هم مطرح شوه.
عمران خان وويل، د افغانستان سوله د پاکستان او امريکا ترمنځ په مشترک ډول مطرح موضوع ده.
هغه زیاته کړه: “البته عمده مسئله افغانستان دى، ځکه امريکا او پاکستان‌يې اندېښمن کړي دي. له نېکه‌مرغه چې موږ په ورته فصل کې يو. موږ دواړه هلته له سولې سره لېوالتيا لرو، دغه‌راز د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو له لارې منظم انتقال ته لېوال يو.”
د امريکا او پاکستان رهبران په داسې حال کې د افغانستان پر سوله خبرې کوي چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي هيئت ترمنځ مذاکرې روانې دي.
دوى ويلي د پاکستان پوځ د هغو افراطي وسله‌والو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو په حملو تورن دي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
محمد حنیف بیدار

Comments