عمران خان: د قبایلو پرمختیا له افغان سولې سره تړلې ده

comments 0

هندوکش ـــ پاکستان: د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل او په قبایلو کې د کاروبار او روزګار پراخېدل د افغانستان له سولې سره تړلي دي.
نوموړي د مارچ پر نهمه په غلنۍ کې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، کله چې په افغانستان کې سوله وشوه نو د مومندو د ګورسل سوداګریزه لار به پرانیزي.
دا لار له کلونو راهیسې تړلې ده او ولس یې په بیا بیا د خلاصولو غوښتنه کوي.
عمران خان وویل، “خدای دې په افغانستان کې سوله راولي” او د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه دې “خدای کامیابه” کړي.
د پاکستان وزیراعظم وویل، د سولې د موافقې بریا نه یوازې د افغانستان ولس بلکې قبایلي سیمو ته هم “ګټه” رسوي چې ورسره به دوه اړخیزه “سوداګري” پیل شي.
دادان وزیري

Comments