عمران خان: د افغان جګړې حل سوله ده

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ طالبان له امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته کېنوو.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، په افغانستان کې ستونزه پوځي حل نه لري او اوس ټول په دې پوهیږي.
هغه دا څرګندونې د ترکې ټلویزون سره په مرکه کې کړي دي.
په پاکستان د امریکا دفشارونو په پایله کې اسلام اباد وکړای شول طالبان په ابوظبۍ کې له امریکایانو سره خبرو ته کېنوي.
د سولې عالي شورا دارلانشاء مشر عمر داودزی هم د سولې د خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي.
ټاکل شوې داودزی به له پاکستان چارواکو سره سیمه ییزه اجماع او د سولې په تړاو هر اړخیزه خبرې وکړي.
عمران احمدزی

Comments