علي وزیر او محسن داوړ ننګرهار ته رسیدلي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه پلاوي غړي او د پاکستان پارلماني غړي محسن داوړ او علي وزیر څو شېبې مخکې ننګرهار ته رسېدلي.
والي شاه محمود میاخېل او د دې ولایت اوسېدونکو ورته ښه راغلاست او هرکلی ووایه.
دوی به لږ وروسته د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون په هدف کابل ته سفر وکړي.
له دې وړاندې د یکشبې پر ورځ د پاکستان پوځ او استخباراتو د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزیر او محسن دوړ ته اجازه نه وه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
فرهاد شهراني

Comments