علماوو شورا: پر مقدسو ځايونو بريدونه د اسلام د لارښوونو سره په ټکر کې دی

comments 0

0 Views

د هندوکش – کابل: علماوو شورا ویلي دي چې پر جوماعتونو، مقدسو ځایونو او ټولنو برید اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دي او داسې بریدونه مونږ په کلکو تکو غندو.
د یادې شورا ویاندمولوي محمد قاسم حليمي هندوکش ته وویل ” اسلام کې د عام وګړي وژنه کبیره ګناه ده، ځکه چې خدای پاک فرمایلي دي (څوګ چې یو مسلمان په ناحقه وژني د نوموړي ځای دوزخ دې).
نوموړي زیاته کړه چې پر مقدسو ځایونو بریدونه په کلکو تکو غندم او هغه خلک چې داسې کړنې ترسره کوي ددې ترڅنګ چې اسلام نه پوهه نلري او هدف یې یواځې تفرقه اچول دي او بس.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه دوو انتحاري بریدګرو د دشت برچي پر مسجد الزهرا برید وکړ چې له امله یې شپږ تنه شهد او ځیني ټپیان شول.
ولسمشرې ماڼې او اجرایه ریاست هم دغه پیښه غندلې ده.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply