عطاالله خوګیاڼي: پاکستان پوځ پر ننګرهار ۳۷ توغندي توغولي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي واي چې پاکستان یو ځل بیا له دیوړند فرضي کرښې هغه غاړې پر افغانستان توغندي توغولي دي.
دولتې مسوولین زیاتوي: پاکستانې ځواکونو د ننګرهار پر بېلا بېلو سيمو يو ځل بيا د توغنديو بريدونه کړي دي.
عطاء الله خوګياڼي د ننګرهار د والي وياند ویلي، چې پرون له غرمې وروسته د ډيورنډ فرضي کرښې له بلې خوا پاکستانيو ځواکونو د اچين ولسوالۍ په عبدالخيلو او باندر سيمو اوه ديرش د ډي سي توپ مرمۍ راويشتلې دي.
د نوموړي په وینا چې د نازيانو ولسوالۍ د نختر ناو، بدال خوله او کڅونو سيمو باندې هم پاکستانيو ځواکونو د ډي سي توپ اته او د هاوان څلور څلوېښت مرمۍ ويشتلې دي.
نوموړې زیاتوي چې په دې بريدونو کې چا ته زيان نه دی رسيدلی خو د خلکو ځمکې تخریب شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پوځ د ترهګرو پر وړاندې مبارزې په پلمه تردې وړاندې هم پر کنر او ننګرهار د ډی سي توپ ویشلي چې له امله یې ملکې خلکو ته تلفات اوښې دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply