عزیز فضلي د کرکټ بورډ رییس شو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د یو رسمي حکم په اساس د افغان کرکټ بورډ لپاره نوی مشر وټاکه.
عزیزالله فضلي د مخکیني مشر شکرالله عاطف مشعل په ځای ټاکل شوی دی.
شکرالله مشعل بیا شمشاد سره تازه مرکه کې ویلي، حکومت ورته بل ځای کې دنده سپارلې خو په ټولنیزو شبکو بیا پر ښاغلي مشعل نیوکې دي چې کرکټ بورډ کې یې لوبغاړو سره توپیري چلند کاوه.
عاطف مشعل له نسیم دانش وروسته ۲۲ میاشتې د کرکټ بورډ رییس و او په دې موده کې له ځینو چلنجونو سره هم مخ شو.
مشعل د شپږ کلونو تفتیش کې موندلي چې کرکټ بورډ کې زیات فساد شوی او له مسوولو ادارو یې غوښتي دا فساد وڅيړي.
آرش احساس

Comments