عربى کباب لپاره اړين مواد:
1. غوښي نيم کېلو.
2. تور مرچ يوه د چايو کاچوغه.
3. کوټل سوې اوږه او ادرک دوې د خوړو کاچوغي.
4. مالګه د ضرورت په اندازه.
5. غوړي لږ څه.
د پخېدو ترتيب:
غوښي نازکي پلني پرې کړئ، مالګه، اوږه ، ادرک او تور مرچ پر وموږئ او اخته يې کړئ. بيا پر اور باندي جالۍ کښېږدئ، غوښي پر کباب کړئ، په دې وخت کي لږ لږ غوړي پر موږئ.
عربى کباب

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.