عراق کې پارلماني ټاکنې نه منل کیږي

comments 0

هندوکش – عراق: د عراق کرد اپوزیسیون د پارلماني ټاکنو پایلې نه مني.
د عراق پارلماني ټاکنې له ټاکلې مودې له دوه اونیو ځنډ وروسته ترسره شوې چې کرد ډيموکراټ ګوند په کې ډیرې چوکۍ وګټلې.
دغه ګوند له ۱۱۱ له ډلې ۴۵ چوکۍ تر لاسه کړې.
د پایلو له اعلان وروسته کرد اپوزیسیون ګوند دواړه مخکښ ګوندونه په درغلۍ تورن کړل او له دې ټاکنو سره یې پریکون اعلان کړ.
دغه ټاکنې د تیرې سپټامبر میاشتې په ۳۰ مه نیټه ترسره شوې او پایلې یې اوس اعلان شوې.
کرد اپوزیسیون تیر کال له بریالي ریفرنډم وروسته خپلواک حکومت اعلان کړ خو د عراق په ګډون د منځني ختیځ یوه هیواد هم ورسره و نه منله.
محمد امان دوران

Comments