عراق کې د ایران کونسلګري وسوځول شوه

comments 0

هندوکش – عراق: د عراق بصره کې لاریون کوونکو د ایران کونسلګرۍ ته اور اچولی دی.
بصره کې دغه لاریونونه وروسته له هغې په نښتو واوښتل چې لاریون کوونکو پر حکومتي ادارو بریدونه وکړل او پټرولي بمونه یې ور واچول.
په دغو نښتو کې تر دې دمه یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.
لاریون کوونکو د شعیه ګانو پر یو مرکز هم برید کړی او خلک یې پکې ټپیان کړي دي.
د دغو لاریونونو موخه په عراق کې د اداري فساد، رشوت او بې روزګارۍ پر ضد غږ پورته کول ښودل شوې ده.
محمد حنیف بیدار

Comments