عراق کې دداعش ډلې وروستې مرکز ونیول شو

comments 0

هندوکش – عراق: د عراق ملي دفاع وزارت نه خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو ځواکونو په ملاتر عراق پوځ وتوانیده انبار ښار کې د داعش ډلې وروستې مرکز هم ونیسي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، دغه سیمه یې تر هغې وروسته ونیوله چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف یې ملاتر کاوه.
د عراق پوځ په وینا، د نړیوال ائټلاف تر څنګ دوې سره قومي جنګیالیو او سیمه ییزو خلکو هم د سیمې په نیولو کې ډرې مرسته کړې ده.
تردې دمه داعش وسله والې ډلې بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply