عبدالولي وکیل: لوګر کې بهرني وسله وال فعالیت کوي

comments 0

هندوکش – لوګر: لوګر نه رسیدلي راپورنو ښیي چې لوګر کې په پرمختلو وسلو سمبال بهرني جنګیالي لیدل شوي دي.
لوګر کې میشت د ولایتي شورا ړیس ناصر غیرت وایې چې: «لوګر کې امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دې او د همدې له امله لوګر کې ورځ تربله په بیلا بیلو سیمو کې د وسله والو فعالیتونه مخ په پراخیدو دي».
د لوګر ولایتي شورا بل غړې عبدالولي وکیل بیا د بهرنیو ترهګړو شتون تاییدوی او وایۍ: «چې هغه بهرني وسله وال چې لوګر کې فعالیت ترسره کوي زیاتره یې د چچین او نورو هیوادو دي چې ازره کې پراخ فعالیتونه ترسره کوي».
نوموړې وایې «بهرنې ترهګر یادو سیمو کې منظم فعالیت کوي او ددې کوښښ کوي چي خپلې لیکي پياوړې کړي».
حلیم فدايي د لوګر والي وایې: «په دې اړه څېړنې پیل کړې دي، چي مالومه کړي، په رښتیا دغه ډلې په دې ولایت کي فعالیت کوي او که نه».
دا په داسې حال کې ده چې حکومت د بهرني جنګیالیو شتون د طالبان په لیکو کې تاییدوی او هندوکش ویب پاڼې په دې اړه یو خبر خپور کړې وو چې د روسي سلاکارانو شتون د طالبان په لیکو کې ثابت کوو.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply