عبدالولي واحدزی د لغمان ولايت نوی والي وټاکل شو

comments 0

هندوکش ـ لغمان: د لغمان والي رحمت الله یارمل له دندې ګوښه او پر ځای یې عبدالولي واحدزی د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره وایي، چې د دوی د وړاندیز او د جمهوررییس غني د حکم له مخې عبداولي واحدزی د لغمان ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
عبدالولي واحدزی تر دې وړاندې د خوست ولایت د ولایتي شورا رییس په توګه دنده مخ ته وړې.
تر عبدالولي واحدزي وړاندې رحمت الله یارمل د لغمان د والي توګه دنده مخ ته وړه چې تېره ورځ یې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
فرهاد شهراني

Comments