عبدالله: چوپتیا کمزوري نه ده

comments 0

هندوکش – کابل:اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د اجرائیه ریاست او ارګ چوپتیا په دې مانا نه ده چې ګنې ځواب نه لرو.
د عطامحمد نور د پيغورونو او زور ویلو په غبرګون کې عبدالله عبدالله باور ښودلی چې خبرو ځواب یې شته، خو که ځان له نور سره مصروف کړي، د حکومت کارونه او لومړیتوبونه به ترې پاتې وي.
اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي، مونږ یې د ټولو څرګندونو ځواب لرو او ډېرې خبرې دي، چې پرې بحث کیږي؛ خو د حکومت نور ټول کارونه به پاتې وي.
اجرایه رییس ټینګار کړی چې عطامحمد نور ته پکار ده چې د حکومت پریکړه ومني او خلک دې په یوه او بله پلمه نه راپاروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply