عبدالله: پاکستان ومنله چې طالبان د جګړې له لارې واک ته نه شي رسیدلی

comments 0

هندوکش ـ کابل: پاکستان پر طالبانو بر لاس دی، او پر دې پوهېدلی چې یاده ډله دا ځل د جګړه له لارې قدرت ته نه شي رسیدلی.
د سولې او پخلاینې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان دې له برید کولو لاس په سر شي؛ ځکه د جګړې له لارې قدرت ته نه شي رسیدلی.
نوموړي ویلي، چې پاکستان له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، او دوی هم پر دې باوري شوي، چې اوسمهال یاده ډله د زور له لارې واک نه شي تر لاسه کولای.
عبدالله زیاته کړې، چې پاکستان هم پر طالبانو فشار راوړی، او دوی ته یې وړاندیز کړی چې له بریدونو لاس واخلي.
باید یاده شي، چې طالبانو تېره ورځ په لوګر کې پر ملکي وکړو برید کړی، او ډیری ملکی وکړو ته یې ځاني او مالي زیان اړولی دی.
دغه راز طالبانو ته سکاټ مېلر هم خبر داری ورکړی، چې له بریدونه لاس واخلي؛ که نه سخت ځواب سره به مخ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments