عبدالله پاکستان د سفر په ترڅ کې ديني عالمانو شورا سره کتلي

comments 0

هندوکش ـ پاکستان: تر دې مخکې د مولانا فضل‌الرحمن په ګډون یو شمېر پاکستانیو دیني عالمانو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په وړاندې جهاد روا بللی و.
د ملي مصالحې عالي شورا جګپوړي سلاکار او د رسنیو د دفتر مشر مجیب‌الرحمن رحیمي تېره شپه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ښاغلی عبدالله به د پاکستان دیني عالمانو ته واضح پیغام ورکړي.
هغه زیاته کړه: “دیني عالمانو ته به زموږ پیغام هماغه پیغام وي چې ټولو ته مو درلوده او غوښتنه به مو له هغوی دا وي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی. په راتلونکي کې راشئ زموږ له عالمانو سره کېنئ او هڅه وکړئ چې هغه دیني مشروعیت چې طالبان یا ترهګر یې ادعا کوي، تر پوښتنې لاندې راولئ نه د افغانستان د دولت او د دې هېواد د خلکو مشروعیت.”
تمه ده چې ښاغلی عبدالله به نن د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره هم وګوري.
د نوموړي د دغه درې ورځني سفر هدف د افغانستان د سولې پروسې لپاره د پاکستان د ملاتړ جلبول دي.
دادا وزیري

Comments