عبدالله نن د ملګرو ملتونو غونډې کې وینا کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: ټاکل شوې چې نن چهارشنبه به عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ ته وینا وکړي.
عبدالله به د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ ته په وینا کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پر نړیواله او سیمه ییزه همکارۍ ټینګار وکړي.
اجرایه ریاست ویلي، عبدالله به د کورنیو امنیتي ستونزو د بهرنیو عواملو په ځانګړي توګه د پاکستان د نه همکارۍ یادونه هم وکړي.
د دې ترڅنګ به د ټاکنو، سولې پروسې، او د سولې او ثبات په لوري د افغانستان د تللو په اړه خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۳ یمه غونډه تیره ورځ پیل شوه او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن د افغان حکومت په استازیتوب دې غونډې ته وینا وکړي.
فکور نعیمي

Comments