عبدالله عبدالله: طالبان دې سولې فرصت لري باید له لاسه یې ورنه کړي

comments 0

312 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي مصالحې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، چې نړیواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه دې په طالبانو فشارونه زیات کړي، ترڅو دا ډله په افغانستان کې سولې ته وهڅیږي.
د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس کې، د یادې شورا مشر د سیمې هېوادونو له استازو سره په خبرو کې ویلي، افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي؛ خو پر طالبانو نفوذ لرونکي هېوادونه باید پر دغې ډلې فشار زیات کړي.
نوموړي ويلي، په سیمه کې داسې هېوادونه شته، چې پر طالبانو نفوذ لري او دوی باید د افغان سولې لپاره په ریښتیني ډول همکاري وکړي؛ تر څو په افغانستان کې روانې جګړې پای ومومي.
عبدالله عبدالله دغه راز د سولې لپاره رامنځته شوې فرصت تاریخي بللی او زیاته کړې یې ده، چې طالبان باید دا فرصت ضایع نه کړي او د سولې خبرو ته ادامه ورکړي.
عبدالله عبدالله یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره شپه په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ له نسبي ځنډ وروسته ناسته ترسره شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments