عبدالله عبدالله : د خپلو مخاطبانو نظریاتوته درناوې لرم

comments 0

هندوکش – کابل: د حکومت اجراییه ریس داکتر عبدالله عبدالله وايي چې، په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو مخاطبانو نظریات لولم او درناوی ورته لري.
د نوموړي فیسبوک پاڼې نه په خپور شوې پیغام کې راغلي،د وروستیو کلونو یوه مهمه لاس ته راوړنه د بیان ازادي او انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی دی.
دده په وینا نن یې د فیسبوک د څارونکو شمېر څلور میلیونه کسانو ته رسېدلی دی او دی د هر یوه نظر او تبصرې ته درناوی لري. ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د فراغت یا بې کارۍ پر وخت فیسبوک څاري او د خپلو مخاطبانو نظریات لولي.
هغه ویلي چې د ټولو په تېره ځوانانو نظریاتو ته درناوی لري او د راتلونکې د اصلاح او پرمختګ په برخه کې ترې ګټه پورته کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments