عبدالله: طالبان په ترور موخې ترلاسه کړي

comments 0

هندوکش – کابل: اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایي، طالبان یوازې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي پر مټ خپلې موخې ترلاسه کوي.
دغه خبرې اجرایه رییس عبدالله عبدالله په سویس کې یوې اقتصادي غونډې ته کړي دي.
د هغه په خبره، طالبان پر ولسواکۍ او ډیموکراسۍ باور نه لري.
عبدالله ویلي، افغانستان کې د طالبانو پیاوړتیا د روسیې، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په زیان ده.
اجرایه رییس زیاته کړې، له طالبانو هر ډول ملاتړ به د سیمې او نړۍ په زیان وي.
دغه راز عبدالله پاکستان کې د وسله‌ والو طالبانو د پټنځایونو شتون په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډ بللی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments