عبدالله: طالبان ترهګر دي او داعش د دوی تر بیرغ لاندې فعالیت کوي

comments 0

هندوکش ـ واشنګټن ډي سي: د افغانستان اجرائيه رئيس د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ امریکا ته تلی دی او نن يي په واشنګټن کې د کړنلاره ایزو او نړۍ والو اړيکو په مرکز کې په خپلو خبرو کې طالبان ترهګر ووپل.

نوموړي د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټر امپ د کړنلارې ستاينه وکړه.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وويل:« د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرامپ د نوې کړنلارې له امله مننه کوو زه او ولسمشر غني به هڅه  وکړو چې دا کړنلاره چې زموږ د تعاملاتو يوه برخه ده بريالۍ کړو، دا کړنلاره د سولې پروسې ته د مخالفینو د راتګ په برخه کې ډيره ګټوره ده او هيڅ ډول سياسي ضعف نه دی.»

نوموړی وايي چې حکومت د سولې او ټيکاو په برخه کې ژمن دی او زیاتوي چې دښمنان به ونشي کړای ددې لارې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

عبدالله زياته کړه: « افغانان د سولې او امنيت غوښتونکي دي، ترهګر کوشش کوي چې د سولې او ودې په لاره کې ستونزې جوړ کړي خو وبه نشي کولای  د سولې، امنيت او ټيکاو مخنیوی وکړي.»

نوموړی وايي چې طالبان ترهګر او دوی ته زمينه سازي کونکي دي او زیاتوي چې داعش هم د دوی تر بیرغ لاندې فعالیت کوي.

عبدالله وويل:« طالبان ترهګر دي، دوی په افغانستان کې نورو ترهګرو ډلو ته زمينه سازي کړې، داعش د طالبانو تر سيوري لاندې ژوند کوي له پاکستاني طالبانو سره هم زموږ چلند يو شان دی له ټولو ترهګرو سره جګړه کوو او په ترهګرو کې ښه او بد  نشته دي.»

عبدالله د يو تن پوښتونکي په ځواب کې وويل:« د امریکا او افغانستان ولسونه د افغانستان د ژغورنې په خاطر ډيرې قربانۍ ورکړي دي او موږ اړتيا لرو چې مثبتې پايلې وساتو، ګډ دښمن لرو باید له ګډ دښمن سره ګډه مبارزه وشي، په افغانستان کې د امریکا شتون د افغان ولس په ژوند کې بدلون راوستی  دی او باید ويي ساتو، که ترهګر په افغانستان کې جګړه ونکړي دلته راځي او له تاسو سره جګړه کا.»

عبدالله په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې پر ترهګرو باید فشار ډير شي.

نوموړي وويل چې د ترهګرو ډلو ځپل باید لومړيتوب وي او هم يي پر ملاتړ جدي فشار راشي څو دوی نور ددې وس ونلري چې ولس ته ستونزې جوړې کړي.

Comments

Leave a Reply