عبدالله: سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار له هر ډول شرط پرته خبرې دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره د ولسمشر غني د شرط له اېښودو سره هم مهاله؛ اجراییه رییس عبدالله عبدالله پرون (یکشنبې د سلواغې په ۶مه) له طالبانو سره له قید او شرط پرته د خبرو اترو اعلان وکړ.
ښاغلي عبدالله چې نن له غرمې وروسته د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په یوې غونډه کې وینا کوله، وویل چې سوله د ارګ په انحصار کې نه ده او د ولسمشرۍ څوکۍ په پار باید د یوه ملي بهیر په وړاندې خنډ رامنځته نه کړو.
هغه زیاته کړه:؛«قید او شرط نه ږدو. که چېرې اوربند نن وشي، دا سل په سلو کې د افغانستان د خلکو په ګټه ګڼم، که چېرې سبا ته وشي او د افغانستان د خلکو له کړاو او رنځه کم شي هغه د خلکو په خیر ګڼم او هغه د مذاکرې د بریا لپاره د لارې هواری ګڼم.»

خو ولسمشرۍ دفتر د دغو اندېښنو او خبرداریو په وړاندې داسې غبرګون ښيي:«د هېواد د ځينو سیاستوالانو داسې څرګندونې چې افغان حکومت سولې ته ژمن نه دي، د ا د ولسمشر د اقداماتو په وړانډې دغې سیاسي طبقې ټیټ درک ښکارندويي کوي.»
دغه اندیښنې له هغې وروسته څرګندیږي چې له ولسمشرۍ ټاکنو د کابو څلورو میاشتو په تیریدو ددغو انتخاباتو وروستۍ پایلې تراوسه نه دي روښانه شوې.
عبید راد پور

Comments