عبدالله: د چوپتیا معنې مو د یووالي ساتل دی

comments 0

هندوکش – کابل: د حکومت اجرائیه ریس داکتر عبدالله عبدالله چې د وزیرانو شورا غونډه ېې مشري کوله وویل سیاستوالو پر وړاندې زمونږ د چوپتیا مانا دا نه ده چې د ویلو لپاره څه نه لرو، بلکې غواړو ملي یووالي وساتل شي.
ښآغلي عبدالله زیاته کړه، د خلکو گټې ورته مهمې دي او هیڅکله به د خلکو د غوښتنو خلاف هم حرکت ونه کړي.
اجرایه رییس همداراز د امنیتي ځواکونو د ستاینې تر څنگ د هېواد په ختیځو او شمالي ولایتونو کې د داعش د ځپل کېدو یادونه وکړه او په وینا یې دا ډله به بالاخره په افغانستان کې ماتیږي.
نوموړي نورو موضوعاتو ترڅنګ بریښنایي پیژندپاڼې ته په اشاره وویل، د هېواد پر امنیتي او سیاسي حالاتو اغېز لري؛ خو دا پېژندپاڼې باید د خلکو د وحدت سبب شي نه دا چې د خلکو تر منځ اختلاف وزېږوي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت کې ځيني سیاسي اړخونه هڅه کوي چې حکومت پر وړانډې او د حکومت درې کلنې لاسته راوړنې پر وړاندې ښند جوړولو سره خپل شوم اهداف پلي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply