عبدالله: د سولې خبرو باندې دې معامله نه کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې په خبرو کې باید د افغان نظام ملاتړ وشي او معامله ورباندې ونه شي.
اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا ناسته کې وویل، که په دې برخه کې ځینې مسایل له پامه وغورځول شي، نو سوله ناشونې ده.
عبدالله په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو خبرو ته په اشارې وویل، مذاکراتو ته هم خوشبیني او هم اندېښنې شته دي.
عبدالله هغه څه د اندېښنې وړ وګڼل چې په خبره یې روښانه نه دي.
عبدالله وویل چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د روانو خبرو یوه برخه د افغان حکومت، افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته زمینه برابرول دي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments