عبدالله: د بین الافغاني سولې هرکلی کوو

comments 0

هندوکش – کابل: افغان حکومت له هر هغه هېواد مننه کوي چې د افغان سولې بهیر کې مرسته کوي، خو وایي دا هرڅه باید افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
اجرایه رییس عبدالله عبدالله په مسکو کې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې وویل، چې نه باید د یوې شېبې لپاره هم د افغان سولې حاکمیت تر سوال لاندې راشي.
د اجرایه رییس دغه اشاره ښايي د مسکو په کوربتوب هغې غونډې ته وي چې افغان حکومت او امریکا یې له ګډون انکار خو طالبانو بیا د خپل استازي د ورلیږلو پخلی کړی.
په وزیرانو شورا کې عبدالله هغه اوازې هم رد او له حقیقت لرې وبللې، چې ګنې حکومت له داعش ډلې ملاتړ کوي او په چورلکو کې یې انتقالوي.
عبدالله د حنیف اتمر په استعفاء هم خواشیني وښوده، او د ملي یووالي حکومت سره یې د هغه ګډ کار او هڅې وستایلې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments