عبدالله: برښنايي تذکرو کې به د خلکو غوښتنې ومنل شي

comments 0

هندوکش – کابل: اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د برښنايي پېژندپاڼو د ویش لړۍ ځکه ځنډول شوې چې د ځينو کسانو غوښتنې پکې نه دي ځای په ځای شوي.
عبدالله عبدالله وايي، د تذکرو د ویش لپاره اړوند ادارو ټول چمتووالی بشپړ کړی خو ددې لپاره چې د پېژند پاڼو په تړاو د ټولو خلکو غوښتنو او نظریاتو ته پام وشي دوی د ویش پروسه وځنډوله.
ډاکټر عبدالله وویل، برښنايي پېژند پاڼې ملي موضوع ده او باید خلکو سره خبرې پرې وشي.
هغه وویل، پېژند پاڼې باید د خلکو تر منځ د تفرقې لامل نه شي، بلکې دغه ملی هویت د خلکو د یووالي سبب وګرځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply