عبدالله: افغان ځواکونه دې عملیاتو کې پام وکړي

comments 0

هندوکش – کابل: د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله ویلي، امنیتي ځواکونه دې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، امنیتي ځواکونه دې د جګړې په لومړیو کرښو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
عبدالله عبدالله همدا راز په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې ستایلي دي او په امنیتي ارګانونو کې يې پر اصلاحاتو ټينګار کړی دی.
اجراییه رییس ویلي افغان سرتېري باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د غوڅ ملاتړ د سرتېرو له تجربو ګټه پورته کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply