عبدالله: افغانستان کې د پآنګونې مناسب فرصتونه شته

comments 0

هندوکش – کابل: اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په اتلسمه غونډه کې چې نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.
په دې کنفرانس کې اجرائيه رئيس په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو یادونه او د پانګوالو لپاره د ښو زمینو د برابرولو ډاډ ورکړ.
د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې سکرتر جنرال هولین ژئو په خپله وینا کې له خپلو شریکانو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه وویل، افغانستان کې د پانګونې شرایط برابر شوي او د مخابراتو نړیواله اداره په افغانستان کې له شویو پرمختګونو او کېدونکې پانګونې څخه ملاتړ کوي.
په دې کنفرانس کې د یادې اتحادیې په پروګرامونو، د اړیکو په غښتلتیا او د سیمې د هېوادونو په اتصال هم خبرې وشوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments