عبدالرحمن رحیمي: ننګرهار کې ۱۰۴ تنه وسله مخالفین وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: په تیر یو میاشت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتوې کې ننګرهار کې ۱۰۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمی په یوه ناسته کې چې رسنیو ته معلومات وړاندې کول وویل چې په تیره یوه میاشت کې ۱۰۴ تنه وسله وال مخالفین مړه، ۴۱ تنه ټپي او ۱۰۰ تنه د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
نوموړي زیاده کړه چې دغو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۵ تنه پاکستاني وګړي چې قانوني اسناد یې نه درلوده هم نیول شوي دي.
نوموړي په دغه ناسته کې وویل چې پولیس افغان وګړو ترڅنګ ولاړ دې او هر ډول قرباني ته چمتو دي ترڅو وکولاې شي د ننګرهاریانو امنیت خوندي وساتي.
د یادونې وړ دې چې اوس مهال د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې سیمه ییزو خلکو د ترهګړو پر وړاندې پراخ پاڅون په لاړه اچولې چې له امله یې ډیړې سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply