عباس ستانکزی د طالبانو د مذکراتي ټیم له مشرۍ ولې ګوښه شو؟

comments 0

هندوکش ــ کابل: یوه باوري سرچینه چې هم د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړی نوم یې واخیستل شي د طالبانو په پلاوي کې وروستي بدلون ته په اشارې وايي، چې د پلاوي د مشرۍ په سر د قطر په دفتر کې د طالبانو خپل منځي اختلافات زیات شوي دي.
دغه سرچینه وايي، چې پاکستان ته د طالبانو وروستي سفر او ترې وروسته د یاد هېواد په فرمایش د پلاوي په مشرۍ کې بدلون، په طالبانو لا هم د پاکستان د پراخ اغیز ښکارندويي کوي.
دغه سرچینې وویل:« په هند کې د عباس ستانکزي د درس پخوانۍ سابقه او له هندي استخباراتو سره د نوموړي پر اړیکو پاکستان او امریکا بې باوره شوي او وروستي تغییرات د پاکستان په فشار رامنځته شوي دي. دغه راز قطر بیا پر عباس ستانکزي ځکه انتقاد لري چې خپل کور او اولادونه له دوبۍ څخه دوحې ته نه بوځي. د عباس ستانکزي لور په دوبۍ کې په امریکایي پوهنتون کې درس لولي او دغه راز اولادونه یې دوبۍ کې کار روزګار لري. د دې تر څنګ د شیر محمد عباس ستانکزي او ملا برادر تر منځ وروستیو کې ځینې ستونزې وې، دا ټول لاملونه د دوی د شدیدو اختلافاتو سبب شويدي.»
سرچینه وايي چې شیر محمد عباس ستانکزي د دې تر څنګ د هغه درې سوه میلیونه ډالرو وضاحت غوښته چې امریکا ملا برادر ته ور کړي و، د سرچینې په وینا چې ستانکزی تل ملا برادر پاکستان ته په وفادرۍ تورنوي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت‌الله نبیل هم وايي، چې د طالبانو په رهبرۍ کې د واک په سر اختلافات رامنځته شوی، ښاغلی نبیل وايي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید افغان حکومت په ډېر احتیاط ګامونه واخلي، ځکه دا ډله لا هم یوه خوله نده.
عبید رادپور

Comments