عامه نظم پولیس د ملي دفاع وزارت چوکاټ ته راغلل

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: عامه نظم پولیس، چې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د کورنیو چارو وزارت چوکاټ کې و، د سه شنبې په ورځ رسمآ دفاع وزارت چوکاټ ته راغلل.
جمهور رییس غني امنیتي ځواکونو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ سره د افغان سرتېرو مبارزې نړیوال نړیوال اړ کړل، چې ددې پدیدې پر وړاندې خپله سټراټېژي بدله کړي.
دلته باور ښوول کېږي چې په امنیتي ځواکونو کوچني او لوی سیاستونه شتون نه لري او د افغان سرتېرو یواځینۍ موخه ترهګرۍ سره مبارزه او افغانستان کې د امنیت ټینګښت دی.
جهمور رییس وايي، که هېواد سره د افغان سرتېرو ژمنتیا نه وای، حکومت به مخالفینو ته د سولې هر اړخیز پلان نه وای وړاندې کړی.
دفاع وزارت چوکاټ ته د عامه نظم پولیسو راتګ د افغان حکومت د څلور کلن امنیتي پلان یوه برخه ده، چې همدا څو میاشتې وړاندې سرحدي ځواکونه هم دغه وزارت ته را انتقال شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments