عادله راز د سفیري په توګه کار پيل کړ

comments 0

هندوکش – کابل: عادله راز، ملګرو ملتونو کې د افغان ښځینه سفیرې په توګه خپل کار پیل کړ.
عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي پوست د استازې په توګه خپله باور پاڼه وړمه ورځ نیویارک کې د ملګرو ملتونو سر منشي ته وسپارله.
راز لومړنۍ افغان مېرمنه ده چې په دغه دنده وګمارل شوه.
بهرنیو چارو وزارت عادله راز یوه پیاوړې مېرمن ګڼي او زیاتوي چې نوموړې به وکولای شي په سمه توګه ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وکړي.
تر دې وړاندې محمود صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي پوست استازی و.
له عادلې راز تمه ده چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي خپلواکۍ او حاکمیته دفاع وکړي، سولې او امنیت لپاره کار وکړي او په ټوله کې ملګرو ملتونو کې له خپل هېواد او خلکو په سیاسي، تاریخي، ټولنیزې، فرهنګي او اقتصادي برخه کې ښه استازیتوب وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments