طبیعي منابع سمې نه دي مدیریت شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره وایې، حکومت ندی توانیدلی چې خپلې طبعې منابع مدیریت کړي.
په یوشمیر ولایتونو کې ددې ادارې د څیړنو موندنې ښيي چې لاهم د هیواد په جنګي سیمو کې کرنیزې ځمکو باندې د نشه يی توکو کښت کیږي.
دوی د حکومت د بدیل معیشت پروګرام هم نا کام بولي خو د کرنې او مالدارۍ وزارت ترسره شوې څیړنه ناسمه او له حقیت لرې ګڼي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني وایي، ځینې ادارې خپلې موندنې په یوه کمه ساحه کوي چې پآیلې یې بیا په ټول افغانستان پورې تړي.
د دراني په خبره، د افغانستان کرنیزې زیاتې ځمکې ترکارۍ او باغونه لري چې په سیم ډول کاریږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply