طالب یاغیانو پر عامو خلکو ځمکه تنور کړې ده

comments 0

هندوکش ــ لغمان: د لغمان ولایت چارواکي وایي، چې د دې ولایت، الینګار ولسوالۍ قلعه ټک سیمه کې تېر ماخوستن شاوخوا اته بجې په یوه کور د هوان مرمۍ لګیدلې ده.
د والي ویاند اسدالله دولت زی زیاتوي، چې په دې پېښه کې یوه مېرمن او دوه کوچنیان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي.
دولت زی زیاتوي، چې وژل شوي اوټپیان د یوې کورنۍ غړي دي او په خبره یې چې ټپیان یې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدولي دي.
د دغه سیمې ځوانانو پر فېسبوک د وژل شویو ماشومانو عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپره کړي او وسله وال طالبان یې تورن کړي چې ګواکې دغه مرمۍ دوی توغولي ده.
د ولي محمد اتل په نوم د سیمې یو ځوان پر خپل فېسبوک لیکلي چې طالبانو پر عامو او بې ګناه افغانانو ځمکه تنور کړې ده، نوموړی زیاتوي چې د طالبانو جنګ هېڅ مشروعیت نلري د دوی د جګړې قرباني عام او بې ګنا افغانان دي.
نوموړی وايي چې طالبان یې هر وخت پر کلي دغسې ړانده توغندي ولي چې ډېر کله د سیمې خلکو مالي او ځاني زیان اړوي.
فرهاد شهراني

Comments