طالب چارواکۍ: افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې شوي

comments 0

هندوکش – کابل: رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې په قطر کی د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په ازبکستان کی له افغان چارواکو سره دسولې خبرې کړېي.
د طالب چارواکي په وینا، په دې خبرو کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو حضور درلود.
په استولي‌ بیان کې ویل شوي‌ چې په دې غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې پر هڅو او په افغانستان کې د ازبکستان د پراختیايي پروژو په اړه خبرې سوې دي.
په بیان کی زیاته شوې چې د طالبانو سیاسي مشر شیر محمد عباس ستانکزی په دې خبرو کې د دوی په استازیتوب ازبکستان ته تللی و.
د طالبانو د سیاسي‌ دفتر استازو ازبکستان ته په څلور ورځني‌ سفر کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کامیلوف او د افغانستان لپاره د هغه هېواد د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره خبرې کړې دي.‌
په رسېدلي‌ بیان کې ویل شوي‌ چې د طالبانو پلاوی د اګست له ۶ مې تر ۱۰ مې په ازبکستان کې و.
د ازبکستان د بهرنیو چارووزارت په دې اړه په لنډ بیان کې ویلي چې دواړو خواو د افغانستان د وضعیت پر راتلونکي خبرې کړې دي.‌
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده.
محمد امان دوران

Comments