طالب په خپل ماین وژل شوی

comments 0

هندوکش – لغمان: د لغمان ولایت مقام وایي، الیشنک ولسوالۍ کې یو طالب غوښتل ماین ځای په ځای کړي چې چاودنه یې پرې کړې ده.
د لغمان ولایت مقام ویاند اسدالله دولتزی وایي، په دې چاودنه کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د والي ویاند اسدالله دولتزی وایې،پېښه تېره ورځ ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ اړوند ساحه کې رامنځ ته شوې ده.
د طالبانو د جګړې تمرکز پر ماینونو اوځانمرګو بریدونو دی چې ډيره کله یا خپله او یا ملکي وګړي یې قرباني کیږي.
فرهاد شهرانی

Comments