طالب وسله والې ډلې له امریکایي پلاوو سره کتل ومنل

comments 0

هندوکش – کابل: الاماره ویب پاڼې نه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې طالب پلاوو له امریکايي پلاوو سره په قطر کې لیدلي ډي.
د طالبانو لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د سیاسي دفتر مشر او غړو د امریکا له مذاکراتي ټیم سره په دوحه کي کتلي دي او په افغانستان کې یې د دایمي سولې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ورسره خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو د سیاسي دفتر مذاکراتي ټیم چې په ترکیب کې یې د سیاسي دفتر رییس شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د سیاسي دفتر یو شمېر نور غړي شامل وو.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، طالب استازو د ستونزو د حل او واقعي امن په راتلو کي د بهرنیو ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه، چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری او د هغو په پام کې نیولو سره دې د واقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي.
د سرچینې په وینا په پای کي دواړو لوریو هوکړه وکړه چې خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې هم دوام ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments