طالب وسله والو په کندهار کې د یوه شرکت 32 کسان برمته کړي دي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې طالب وسله والو د سړک جوړونې د کمپنۍ لسګونو تنه انجینیران او کارکوونکي تښتولي او نا معلومه ځاې ته یې لیږدولي دي.
د چارواکو په وینا، طالب وسله والو د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د سړک جوړونې په یو یو شرکت د برید سره د نوموړي شرکت ۳۲ تنه انجینیران ، کارګران او امنیتي پرسونل تښتولي دي.
د کندهار چارواکیو ویلي دي چې پیښه تیره شپه رامنځته شوې ده .
وسله والو د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د سړک جوړونې په یو شرکت برید وکړ چې وروسته نښته پیل شوه.
په نښته کې ۴ تنه افغان پوله ساتې پولیس وژل شوي دي .
که څه هم ځيني رسنۍ د برمه شویو کسانو شمیر 13 بولي خو پژواک خبري آژانس بیا 32 وایي.
وسله والو د یاد شوي شرکت اړوند ۱۵ موټرې، ټانکران، ماشینان او بیلدوزې سوځولي دي.
تردې دمه کومې مشخصې ډله د پیښې مسولیت په غاړه نه دې اخیستې.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments