طالب وسله والو په ننګرهار کې درې تنه په ډزو وژلي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیو په وینا نن سهار جــلال اباد ښار کــې نامعـلومه وسله والو درې تنه په ډزو وژلي او له سیمې په تیښتې بریالي شوي دي.
ځایي خلک او رسنۍ وایي چې، د جلال اباد ښار لومړی ناحیې اړوند د سولې کاروان ته نږدې درې تنه نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي دي.
ځایي خلک وایي چې، په دې پیښه کې یو تن جاپانى ډاکټر ناکامورا په نوم هم ټپي شوی چې د درملنې لپاره د عامې روغتیا روغتون ته استول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې عامه خلکو پر وړاندې د طالبانو دهشت او وحشت زور اخیستې او طالبان په عامه ځایونو کې بی ګناه خلک په نښه کوي.
فرهاد شهرانی

Comments