طالب وسله والو ننګرهار کې یو قاضي وواژه

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار چارواکي وایي، ترهګرو طالبانو پرون مازیګر شاوخوا ۴ بجې د ننګرهار د استېناف محکمې یو قاضي په ډزو وواژه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې وژل شوی قاضي رفیع الدین اشنا نومېږي چې د بهسودو ولسوالۍ د اکمالاتي بېز په سیمه کې وژل شوی دی.
ښاغلي خوګیاڼي که څه هم په دې اړه نور وضاحت ورنه کړ خو ویې ویل چې رفیع الدین د استناف محکمې برحاله قاضي و.
فرهاد شهراني

Comments