طالب وسله والو د ایران او روسیې پرمټ امریکایی پوځي الوتکه نسکوره کړې ده

comments 0

هندوکش – کابل: پرون د امریکایي ځواکونو یوه E-11A الوتکه د غزني د ده یک ولسوالۍ اړوند سدوزیو سیمه کې چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده، غورځېدلې چې ځمکې ته له رسیدو سره سم یې اور اخیستی دی .
ځایي سرچېنو بیا ویلي، چې دغې الوتکې له ۸۳ تر ۱۱۰ کسانو سورلۍ در لودله؛ چې د غزني د والي ویاند په وینا، د نسکورې شوې الوتکې په ځای کې د ۱۰۰ کسانو سوځیدلي جسدونه موندل شوي دي .
دغزني امنیه قومندان سمونوال خالد وردګ د پیښې په اړه وویل چې دغه الوتکه په ده یک والسوالۍ کې لویدلې ده او د دغې الوتکې یوې برخې هم اور اخیستې وو چې تر اوسه د دوی پرسونل بشپړ مالومات نه دي وړاندې کړي.
په ورته وخت کې امریکایي چارواکو منلې چې په غزني کې نسکوره شوې الوتکه پوځي وه خو وایي چې فکر کوي دې الوتکې له لسو کم کسان لېږدول.
طالبانو هم د اعلاميې په خپرولو غزني کې د يوې امريکايۍ الوتکې د نسکورېدا خبره کړې او ادعا کوي چې “د لوړ پوړو استخباراتي افسرانو ” لیږدوونکې الوتکه يې نسکوره کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلی د دوی وسله والو دا الوتکه ” په تکتیکي ډول” غورځولې ده.
د یادولو وړ ده چې طالب وسله وال په هیڅ ډول دفاعی سیستم سمبال نه دي او په دې وروستیو کې د امریکا او ایران کرکیچونه ددې لامل کیداې شي چې ایران له طالبانو سره دفاعی سیستم مرسته کړي وي او یاده طیاره یې نسکوره کړي وي.
سیاسی او پوځي شنونکي بیا وایي چې ایران په روښانه ډول د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي او باید وویل شي د غزني ولایت په وروستي سقوط کې لاس درلوده.
دا په داسې حال کې ده چې ایران تردې وړاندې د طالبانو په وسیله د سلما بند او کجکي بند د خرابولو پراخ پلانونه پلي کړي چې افغان حکومت لخوا شڼد شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments