طالب مشرانو د افغان حکومت له استازو سره لیدلي

comments 0

سرچینې وايي چې په سعودي کې د وسله والو طالبانو سیاسي چارو یوې درې کسیزې ډلې دافغان حکومت له استازو سره لیده کاته کړي.
په همدې اړه رویترز خبري آژانس د طالبانو د ۳ ډلې په حواله لیکلي دي چې د دغې ډلې او افغان حکومت استازو په سعودي عربستان کې دلیدنې په مهال د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنیت او د محدود شمېر بنديانو د آزادېدو په اړه یې خبرې اترې کړي دي.
دغه غونډه په داسې حال کې کیږي چې پارلماني ټاکنو ته تر یوې میاشتې لږه موده پاته ده. د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه د رايه اچونې پر مراکزو د وسله والو ممکنه بریدونه بلل کیږي. افغان حکومت او نړیوال ملاتړي یې په دې هڅه کې دي چې د رای اچوونې بهیر بې له کومې لویې امنیتي پیښې ترسره شي.
طالبانو یوه مشر رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی [د افغان حکومت استازو] غوښتنه وکړه چې ورسره د سوله ایزو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وشي.» هغه زیاته کړه: «د افغان حکومت پلاوې د بندیانو له آزادولو سره هم موافقه وکړه.»
د طالبانو دغه مشر زیاته کړې ده چې ځینې بندیان چې تورونه یې سپک ول وختي لا آزاد شوي او پاتې په راتلونکې کې د آزادیدو په موخه د تورونو د جدیت پر اساس پر درو کټګوریو ویشل شوي دي.
یوې بلې سرچینې ویلي چې دوسله والوطالبانو دسیاسي اوبهرني چارو ډله په خپلو کې هم په ځینو مسائلو باندې داخلي اختلافات لري ،ځکه چې طالبانو سره دځینو مواردو له امله خبرې کول ناشوني شي.
بلخوا د ولسمشر غني دفتر او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینې وايي تردې واړندې د جولای په میاشت کې هم دامریکا استازو اوطالبانو ترمنځ خبرې شوې ،خو امریکا دیوې درې میاشتنۍ ډزبندۍ غوښتنه کړې هغوی ورسره نه ده منلې چې بیا دیوې بلې غونډې دجوړیدو خبره شوې وه.
سرچینه : خبریال

Comments