طالب قوماندان له اوربند وروسته له جګړو متنفره شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې ځایي چارواکي وایي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د کوچني اختر په مناسبت اوربند طالبانو ته په ښارونو کي د ژوند کولو خوند او د افغان عوامو له خوا د ښه چلند خوند ور معلوم کړ،ځکه اوس ډېرطالب جنګیالي دې ته تیار نه دي چې بېرته د جنګ میدانونو ته ستانه سي.
د وسله والو طالبانو ډېری قوماندانانو ويلي،چي د اوربند پر مهال ورته معلومه سوې،چي په افغانستان کي روان جنګ ورور وژنه ده او دوی د هغه چا په امر،چي په پاکستان کي ناست دي او ارام ژوند لري جګړه مخي ته وري.
دغه لوړ پوړي او ټيټ پوري قوماندانان،چي یو شمېر يې نه غواړي نومونه او عکسونه يې خپاره سي دا هم ويلي،چي ډېر ژر به د ځايي سيمه ايزو چارواکو سره د سولي پروسې په اړه خبري وکړي او نور به له هغه جګړې،چي ګټه يې په پاکستان کي ناستو کسانو او زيان يې افغانانو ته رسيږي لاس واخلي.
د طالبانو ځایي قوماندان زرقاوي، چې له تېرو لسو کالو راهیسې یې له افغان حکومت سره جنګ کاوه، وویل، «د اختر په لومړۍ ورځ، زه جلال اباد ښار ته لاړم. ما په ۹ کالو کې په لومړي ځل ولید؛‌ ښار بېخي بدل شوی او ښایسته شوی وو»
په ورته وخت کي د سولي عالي شورا هم ويلي،چي ډېری وسله والو طالبانو سولي کولو ته زړه ښه کړی او په دې برخه کي دوی هم له خپله اړخه د پراخو هلو څلو د زياتېدو خبر ورکوي
يو شمېر طالب مشرانو وروسته له هغه د سولي سره لېواليتا ښودلې،چي ولسمشر په اختر کي ۸ ورځي یو اړخيز اوربند اعلان کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني په لومړي ځل د کابل پروسي کنفرانس کي د طالبانو سره د سولي لپاره داسي طرحه وړاندي کړه چي په کور دننه او بهر کي د تود هرکلي سره مخ سول.
ولسمشر غني داوربند اعلان هغه غږ ته لبیک ویل وه کوم چي په کابل کي د 3500 علماوو دګډ کنفرانس په ترڅ کي په حکومت سوی وو او له حکومت غوښتنه سوې وه چي دښه نیت څرګندولو لپاره دي د طالبانو سره دیو اړخیز اوربند اعلان وکړي چي دعلماوو دغه ږغ او دولس ارادې او غوښتني ته په کتو ولسمشر له طالبانو سره یې اوربند اعلان کړ .
فرهاد شهراني

Comments